ایکنانیوز د جمهور نیوز له قوله راپور راکړی، د افغانستان د طالبانو حکومت د ملګرو ملتو د افغانستان استازولۍ (یوناما) د هغو څرګندونو په غبرګون کې، چې په افغانستان کې د ځینو شرعي احکامو، په تیره بیا د شرعي سزاګانو، د پلي کولو په اړه ئې اعتراض کړی و، وئيلي دي، دا موسیسه پر اسلامي احکامو د نیوکې او څیړنې حق نه لري او دا ډول دریځونه غیر مسئولانه ګڼي. د طالبانو د حکومت لخوا خپره شوې اعلامیه کې راغلي، چې په افغانستان کې د قضایي احکامو صادرول د دغه هیواد د قانوني او شرعي پروسو سره سم ترسره کیږي او د طالبانو د حکومت له نظره، د دغو احکامو پلي کول د اسلامي شریعت برخه ده، چې نه یوازې د معتبر دیني متنونو پر بنسټ، بلکې د بشري تجروبو او ټولنیزو اړتیاوو پر اساس د عدالت او نظم د تامین لپاره دي. طالبانو په خپله اعلامیه کې روښانه کړه چې د اسلامي قوانینو له مخې، په افغانستان کې د سزاګانو پلي کول نه یوازې مشروع دي، بلکې د "ژوند" په توګه ترې یادونه کیږي او دفاع ترې کیږي. دوی زیاته کړه چې ټول محکومین د دقیقو او شفافو قضایي پروسو له لارې محاکمه کیږي او د ځان د دفاع حق لري. طالبانو یوناما ته خبرداری ورکړ چې پر اسلامي احکامو کرکتنه او نیوکه نه یوازې د افغانستان په کورنیو چارو کې مداخله ده، بلکې د دې موسیسې د ماموریت او دندو خلاف ورزي هم ګڼل کیږي. دې اعلامیې له یوناما غوښتي چې په راتلونکي کې دې له ورته دریځونو ډډه وکړي او نړیوالو اصولو ته دې درناوی وکړي.
یوناما تر دې مخکې د طالبانو لخوا د څلورو کسانو د پانسۍ په حکم په غبرګون کې ویلي وو چې دا اقدام د ژوند د بنسټیز حق خلاف دی او له طالبانو یې غوښتي وو چې د پانسۍ سزا دې ودروي او د هغې د لغوه کولو په لوري ګامونه پورته کړي.
https://iqna.ir/fa/news/4276825/